د ترکیې پولیسو په دې وروستیو کې د ۱۳ بې اسنادو افغان ماشومانو په ګډون ۴۹ کډوال پېژندلي او نیولي دي.
د ترکیې پولیسو د ۱۳ افغان ماشومانو په ګډون ۴۹ کډوال نیولي دي
26 عقرب 1403 ساعت 11:06
د ترکیې پولیسو په دې وروستیو کې د ۱۳ بې اسنادو افغان ماشومانو په ګډون ۴۹ کډوال پېژندلي او نیولي دي.
آوا - کابل: ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې دغه کسان د ترکیې د ساحلي ساتونکو ځواکونو له خوا د ایواجیک په سواحلو کې د چناق قلعه ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.
ویل کیږي چې په دغو کسانو کې ۱۳ ماشومان هم شامل دي چې پلان یې درلود چې له غیر قانوني لارو له ترکیې څخه ووځي.
د ترکیې پولیسو دغه کسان له نیول کیدو وروسته د بهرنیو اتباعو د استرداد مرکز ته انتقال کړل.
تر دې وړاندې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی و، چې ترکیې د اسلامي هجري لمریز کال د سلواغې د میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه ۳۲۵ افغان کډوال افغانستان ته استولي دي.
د مطلب کود: 300706