دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 300539
د یونیسف له استازو سره د عامې روغتیا وزارت سرپرست د غونډې تمرکز د هېواد د روغتیايي مرکزونو پر تجهیز دی
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) له استازو سره د هېواد په روغتیايي مرکزونو کې د مسلکي او متخصصو کارکوونکو د تجهیز او ګمارلو په اړه خبرې کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست نورجلال جلالي د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) له استازو سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې. هغه سازمانونه چې د روغتیا سکتور ملاتړ کوي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په دې ناسته کې ښاغلي جلالي ناروغانو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د دغه وزارت مسوولیت وباله او پر وخت یې د درملو پر وړاندې کولو، د اړینو طبي وسایلو پر موجودیت او د مسلکي او متخصصو کسانو پر ګمارنې ټینګار وکړ. 
له بلې خوا په دې کتنه کې د یونیسف ادارې او د روغتیا له برخې د ملاتړو موسسو استازو په دغو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
باید وویل شي، چې په هېواد کې یو شمېر روغتیايي مرکزونه د تجهیزاتو له کمښت سره مخ دي.
https://avapress.net/vdcfmxdm1w6dxta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته