د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) له استازو سره د هېواد په روغتیايي مرکزونو کې د مسلکي او متخصصو کارکوونکو د تجهیز او ګمارلو په اړه خبرې کړې دي.
د یونیسف له استازو سره د عامې روغتیا وزارت سرپرست د غونډې تمرکز د هېواد د روغتیايي مرکزونو پر تجهیز دی
23 عقرب 1403 ساعت 10:51
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) له استازو سره د هېواد په روغتیايي مرکزونو کې د مسلکي او متخصصو کارکوونکو د تجهیز او ګمارلو په اړه خبرې کړې دي.
آوا - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست نورجلال جلالي د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) له استازو سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې. هغه سازمانونه چې د روغتیا سکتور ملاتړ کوي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په دې ناسته کې ښاغلي جلالي ناروغانو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د دغه وزارت مسوولیت وباله او پر وخت یې د درملو پر وړاندې کولو، د اړینو طبي وسایلو پر موجودیت او د مسلکي او متخصصو کسانو پر ګمارنې ټینګار وکړ.
له بلې خوا په دې کتنه کې د یونیسف ادارې او د روغتیا له برخې د ملاتړو موسسو استازو په دغو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
باید وویل شي، چې په هېواد کې یو شمېر روغتیايي مرکزونه د تجهیزاتو له کمښت سره مخ دي.
د مطلب کود: 300539