افغان غږ خبری آژانس - کابل: په دغه نندارتون کې د کابل ښار د نویو ودانیو ۱۲۰ غوره عکسونه د دریو ورځو لپاره نندارې ته ایښودل کیږي.
دغه نندارتون د کابل ښاروال او د مهاجرینو د چارو د سرپرست وزیر په ګډون د اسلامي امارت د یو شمیر لوړ پوړو چارواکو په شتون کې د دریو ورځو لپاره د پلازمینې هیوادوالو لپاره جوړ شو.
د يادونې وړ ده، چې کابل ښاروالۍ په تېرو درېيو کلونو کې له خپلې داخلي بوديجې څخه په پلازمېنه ښار کې ډېر رغنيز کارونه کړي دي.