کابل ښاروالۍ د پلازمېنې په زرنګار پارک کې د یو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو په شتون سره د "کابل نوی انځور" تر سرلیک لاندې د انځورونو نندارتون پرانیست.
په پلازمېنه کې د "کابل نوی انځور" انځوریز نندارتون پرانیستل شو
23 عقرب 1403 ساعت 10:44
کابل ښاروالۍ د پلازمېنې په زرنګار پارک کې د یو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو په شتون سره د "کابل نوی انځور" تر سرلیک لاندې د انځورونو نندارتون پرانیست.
آوا - کابل: په دغه نندارتون کې د کابل ښار د نویو ودانیو ۱۲۰ غوره عکسونه د دریو ورځو لپاره نندارې ته ایښودل کیږي.
دغه نندارتون د کابل ښاروال او د مهاجرینو د چارو د سرپرست وزیر په ګډون د اسلامي امارت د یو شمیر لوړ پوړو چارواکو په شتون کې د دریو ورځو لپاره د پلازمینې هیوادوالو لپاره جوړ شو.
د يادونې وړ ده، چې کابل ښاروالۍ په تېرو درېيو کلونو کې له خپلې داخلي بوديجې څخه په پلازمېنه ښار کې ډېر رغنيز کارونه کړي دي.
د مطلب کود: 300537