دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۵
د مطلب کود : 300467
په لوګر کې د نږدې درې میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوې شبکې کار بشپړ شو
د لوګر ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست اعلان کړی چې په دغه ولایت کې د څه باندې درې میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو یوه شبکه ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوګر ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې ادارې رئیس شیخ محمد قاسم رشید ویلي چې د دغې شبکې د ترمیم چارې به نږدې لګښت ولري. د محمداغې ولسوالۍ د سرخاب په کلي کې د ډاکار موسسې په مالي مرسته د لسو میاشتو په موده کې بشپړ شو.

هغه زياته کړه، په دې پروژه کې د ١١٠ مترو په اوږدوالي د دېوال جوړول، د ٨٠ متر مکعب اوبو د زېرمو جوړول، د ٦٨٠ مترو په اوږدوالي د پايپونو نوي کول او غځول، د ٣٣ نلونو نصب او ترميم او نور وسايل شامل دي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په لوګر ولايت کې د اوبو رسولو شبکې جوړې شوې وې.
https://avapress.net/vdcfvxdmew6dxja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته