کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لوګر کې د نږدې درې میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوې شبکې کار بشپړ شو

22 عقرب 1403 ساعت 10:35

د لوګر ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست اعلان کړی چې په دغه ولایت کې د څه باندې درې میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو یوه شبکه ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.


آوا - کابل: د لوګر ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې ادارې رئیس شیخ محمد قاسم رشید ویلي چې د دغې شبکې د ترمیم چارې به نږدې لګښت ولري. د محمداغې ولسوالۍ د سرخاب په کلي کې د ډاکار موسسې په مالي مرسته د لسو میاشتو په موده کې بشپړ شو.

هغه زياته کړه، په دې پروژه کې د ١١٠ مترو په اوږدوالي د دېوال جوړول، د ٨٠ متر مکعب اوبو د زېرمو جوړول، د ٦٨٠ مترو په اوږدوالي د پايپونو نوي کول او غځول، د ٣٣ نلونو نصب او ترميم او نور وسايل شامل دي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په لوګر ولايت کې د اوبو رسولو شبکې جوړې شوې وې.


د مطلب کود: 300467

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300467/په-لوګر-کې-د-نږدې-درې-میلیونه-افغانیو-لګښت-اوبو-یوې-شبکې-کار-بشپړ-شو

آوا
  https://www.avapress.net