افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د افغانستان د بنسټونو د همغږۍ ادارې له مشر بریالي عمرزي او یو شمېر نورو سره وکتل.
په دې کتنه کې د هېواد د داخلي ادارو مسوولينو د خپلو فعاليتونو ستونزې او ننګونې د صنايعو او سوداګرۍ وزارت له مشرتابه سره شريکې کړې او د هغوى د ستونزو د هواري په ترڅ کې يې د دغه رياست او داخلي ادارو ترمنځ د همغږۍ غوښتنه وکړه.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته د کارموندنې د فعالیتونو په لازیات ملاتړ ټینګار وکړ او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د همکاریو لپاره یې چمتووالی اعلان کړ.