کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هیواد کې د کارموندنې د فعالیتونو د لا زیات ملاتړ په اړه د صنعت وزارت ټینګار

23 عقرب 1403 ساعت 10:47

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست د کورنیو بنسټونو له مسوولینو سره په کتنه کې په هېواد کې د کارموندنې د لازیاتو فعالیتونو په ملاتړ ټینګار وکړ او د صنعت وزارت د همکارۍ لپاره یې چمتووالی اعلان کړ.


آوا - کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د افغانستان د بنسټونو د همغږۍ ادارې له مشر بریالي عمرزي او یو شمېر نورو سره وکتل. 

په دې کتنه کې د هېواد د داخلي ادارو مسوولينو د خپلو فعاليتونو ستونزې او ننګونې د صنايعو او سوداګرۍ وزارت له مشرتابه سره شريکې کړې او د هغوى د ستونزو د هواري په ترڅ کې يې د دغه رياست او داخلي ادارو ترمنځ د همغږۍ غوښتنه وکړه.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته د کارموندنې د فعالیتونو په لازیات ملاتړ ټینګار وکړ او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د همکاریو لپاره یې چمتووالی اعلان کړ.


د مطلب کود: 300538

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300538/په-هیواد-کې-د-کارموندنې-فعالیتونو-لا-زیات-ملاتړ-اړه-صنعت-وزارت-ټینګار

آوا
  https://www.avapress.net