دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۳۱
د مطلب کود : 300287
جاپان د افغانستان د کلتوري میراثونو په اړه د یوه نړیوال کنفرانس کوربه دی
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په کابل کې د جاپان سفیر د دغه وزارت له مرستیال سره په کتنه کې ویلي چې جاپان د افغانستان د فرهنګي میراثونو په اړه د یوه نړیوال کنفرانس کوربه دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کرومیا د دغه وزارت له مرستیال عتیق الله عزیزي سره په کتنه کې دغه څرګندونې وکړې. 

د جاپان سفير وويل، چې د دغه کنفرانس له کوربه توب څخه يې موخه د افغانستان د فرهنګي ميراثونو ساتنې ته د نړۍ د پام اړول دي.

کرومیا زیاته کړه چې جاپان کلتوري مسایل له سیاست سره نه تړلي او په هر حالت کې یې ملاتړ کوي.

بايد يادونه وشي چې جاپان د افغانستان له اوسني حکومت سره نږدې سياسي او کلتوري اړيکې لري.
https://avapress.net/vdcfcxdmew6dx0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته