کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جاپان د افغانستان د کلتوري میراثونو په اړه د یوه نړیوال کنفرانس کوربه دی

19 عقرب 1403 ساعت 12:31

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په کابل کې د جاپان سفیر د دغه وزارت له مرستیال سره په کتنه کې ویلي چې جاپان د افغانستان د فرهنګي میراثونو په اړه د یوه نړیوال کنفرانس کوربه دی.


آوا - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کرومیا د دغه وزارت له مرستیال عتیق الله عزیزي سره په کتنه کې دغه څرګندونې وکړې. 

د جاپان سفير وويل، چې د دغه کنفرانس له کوربه توب څخه يې موخه د افغانستان د فرهنګي ميراثونو ساتنې ته د نړۍ د پام اړول دي.

کرومیا زیاته کړه چې جاپان کلتوري مسایل له سیاست سره نه تړلي او په هر حالت کې یې ملاتړ کوي.

بايد يادونه وشي چې جاپان د افغانستان له اوسني حکومت سره نږدې سياسي او کلتوري اړيکې لري.


د مطلب کود: 300287

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300287/جاپان-د-افغانستان-کلتوري-میراثونو-په-اړه-یوه-نړیوال-کنفرانس-کوربه-دی

آوا
  https://www.avapress.net