دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۲۰:۵۶
د مطلب کود : 300157
د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو اټکل شوی دی
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په درېيو ولايتونو کې د بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په درېیو ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سیلابونو خبرداری ورکړی دی.
دې ادارې سبا (پنجشنبه، عقرب ۱۷) په بدخشان، تخار او بغلان ولایتونو کې د باران او سیلابونو وړاندوینه کړې ده.
د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینې له مخې په دغو ولایتونو کې به د اورښت اندازه له ۱۵ تر ۳۵ ملي مترو پورې وي.
د يادونې وړ ده، چې سږ کال د هېواد ډېرى ولايتونه د سختو بارانونو او ويجاړوونکو سېلابونو شاهد وو.
https://avapress.net/vdcbsgbfzrhbg8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته