افغان غږ خبری آژانس: د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس په راپور کې اعلان شوې پایلې داسې ښيي چې جمهوري غوښتونکو په سنا کې د ۵۱ څوکيو د ګټلو سره مشرانو جرګه ونیوله او دیموکراتانو ۴۲ څوکۍ وګټلې.
همدارنګه جمهوري غوښتونکي د ۱۷۹ څوکیو په نيولو سره مخکښ دي، دیموکراتانو تر اوسه ۱۴۹ څوکۍ ګټلي دي.
په امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې پرون ترسره شوې او په ورته وخت کې، د دغه هېواد په ۳۳ ایالتونو کې د مشرانو جرګې منځمهاله ټاکنې هم ترسره شوې.
د امریکا خلک نه یوازې راتلونکی ولسمشر، بلکې دوی د کانګرس اکثریت غړي هم ټاکي. د دیموکراتانو نومانده، کاملا هریس او د پخوانی ولسمشر او د جمهوري غوښتونکو نوماند، ډونالډ ټرمپ ترمنځ د ولسمشرۍ سیالۍ تر سره کېږي.
په دې ټاکنو کې، ولسمشر او د کانګرس ۴۶۹ غړي (په ولسي جرګه کې ټولې ۴۳۵ څوکۍ او د مشرانو جرګې د سلو غړو له دریمې برخې څخه لږ څه) به وټاکل شي.
په امریکا کې ځینو خبري سرچینو اعلان کړي، د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید، ډونالډ ټرمپ د ټاکنیزو رایو د اړتیا وړ نصاب په ترلاسه کولو سره بریالی شو، د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې خپل دیموکرات سیال ته ماتې ورکړي او سپینې ماڼۍ ته لاړ شي.