افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او کلتور رئیس عبدالشکور چپند رسنیو ته وویل، په دغو تاریخي اثارو کې یوه دهنپور تومانچه او دوه تورې شاملې دي او د ۱۹مې پیړۍ دي.
هغه زياته کړه، چې د فرهنګ مينه وال رحمت الله غازي دغه اثار د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته سپارلي، څو د احمدشاه بابا په مقبره کې نندارې ته وړاندې شي.
چپند يادونه وکړه، چې دغه اثار به د نوم ليکنې له بهير وروسته د احمدشاه بابا په مقبره کې نندارې ته وړاندې شي.