کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست ته د دريو تاريخي اثارو سپارل

15 عقرب 1403 ساعت 10:22

د کندهار سيمه ييز چارواکي وايي، له کلتور سره مينه لرونکي د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست ته درې تاريخي اثار چې د نولسمې پېړۍ پورې تړاو لري، سپارلي دي.


آوا - کابل: د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او کلتور رئیس عبدالشکور چپند رسنیو ته وویل، په دغو تاریخي اثارو کې یوه دهنپور تومانچه او دوه تورې شاملې دي او د ۱۹مې پیړۍ دي.

هغه زياته کړه، چې د فرهنګ مينه وال رحمت الله غازي دغه اثار د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته سپارلي، څو د احمدشاه بابا په مقبره کې نندارې ته وړاندې شي.

چپند يادونه وکړه، چې دغه اثار به د نوم ليکنې له بهير وروسته د احمدشاه بابا په مقبره کې نندارې ته وړاندې شي.


د مطلب کود: 299987

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299987/د-کندهار-اطلاعاتو-او-کلتور-رياست-ته-دريو-تاريخي-اثارو-سپارل

آوا
  https://www.avapress.net