افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي چې دغه سازمان د روان کال د سپټمبر په میاشت کې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له ۲۴۰۰ روغتیايي مرکزونو سره مرسته کړې ده.
یونیسف دغه موضوع د یکشنبې په ورځ د عقرب په ۱۳ مه په ایکس ټولنیزه شبکه کې د یوې بیانیې په خپرولو سره څرګنده کړه.
د نوموړي په وينا، د يادو روغتيايي مرکزونو له لارې ۶،۱ ميليونه افغانانو ته روغتيايي خدمات وړاندې شوي دي.
په بیان کې راغلي: "د یونیسف په ملاتړ کلینیکونو کې، کورنۍ کولی شي هغه درمل ومومي چې دوی ورته اړتیا لري، دوی [کورنۍ] روزل شوي روغتیایی کارمندانو ته لاسرسی لري."
څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وویل چې سږ کال یې له شپږ میلیونو زیاتو افغانانو ته روغتیايي مرستې رسولې دي.
دغه بنسټ زیاته کړه چې د دغو مرستو نیمایي برخه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.