کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یونیسف په تېرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې له ۲۴۰۰ روغتیايي مرکزونو سره مرسته کړې ده

13 عقرب 1403 ساعت 11:45

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د روان کال په سپټمبر میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې له ۲۴۰۰ روغتیايي مرکزونو سره مرسته کړې ده.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي چې دغه سازمان د روان کال د سپټمبر په میاشت کې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له ۲۴۰۰ روغتیايي مرکزونو سره مرسته کړې ده.
یونیسف دغه موضوع د یکشنبې په ورځ د عقرب په ۱۳ مه په ایکس ټولنیزه شبکه کې د یوې بیانیې په خپرولو سره څرګنده کړه.
د نوموړي په وينا، د يادو روغتيايي مرکزونو له لارې ۶،۱ ميليونه افغانانو ته روغتيايي خدمات وړاندې شوي دي.
په بیان کې راغلي: "د یونیسف په ملاتړ کلینیکونو کې، کورنۍ کولی شي هغه درمل ومومي چې دوی ورته اړتیا لري، دوی [کورنۍ] روزل شوي روغتیایی کارمندانو ته لاسرسی لري."
څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وویل چې سږ کال یې له شپږ میلیونو زیاتو افغانانو ته روغتیايي مرستې رسولې دي.
دغه بنسټ زیاته کړه چې د دغو مرستو نیمایي برخه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.


د مطلب کود: 299848

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299848/یونیسف-په-تېرو-دوو-میاشتو-کې-افغانستان-له-۲۴۰۰-روغتیايي-مرکزونو-سره-مرسته-کړې-ده

آوا
  https://www.avapress.net