دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۹
د مطلب کود : 298750
د کندهار څه باندې شپږ زره ټنه انار بهر ته صادر شوي دي
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، سږ کال له دغه ولایت څخه ۶۱۵۰ ټنه انار صادر شوي او تمه ده چې د روان کال تر پایه به دغه صادرات زیات شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وايي، د کندهار انار د هېواد له مشهورو صادراتي مېوو څخه دی، چې زرګونه ټنه یې متحده عربي امارت، هند، انګلستان، قرغزستان او لبنان ته صادریږي.
 
نوموړی زیاتوي، کندهار ولایت د ښه اقلیم له امله د انارو د باغونو د جوړولو لپاره ښه ځای دی او کروندګر په دې ولایت کې د انارو د باغونو جوړولو ته لېوالتیا لري.
https://avapress.net/vdcgn79xzak9yu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته