کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار څه باندې شپږ زره ټنه انار بهر ته صادر شوي دي

26 میزان 1403 ساعت 9:39

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، سږ کال له دغه ولایت څخه ۶۱۵۰ ټنه انار صادر شوي او تمه ده چې د روان کال تر پایه به دغه صادرات زیات شي.


آوا - کابل: د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وايي، د کندهار انار د هېواد له مشهورو صادراتي مېوو څخه دی، چې زرګونه ټنه یې متحده عربي امارت، هند، انګلستان، قرغزستان او لبنان ته صادریږي.
 
نوموړی زیاتوي، کندهار ولایت د ښه اقلیم له امله د انارو د باغونو د جوړولو لپاره ښه ځای دی او کروندګر په دې ولایت کې د انارو د باغونو جوړولو ته لېوالتیا لري.


د مطلب کود: 298750

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298750/د-کندهار-څه-باندې-شپږ-زره-ټنه-انار-بهر-ته-صادر-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.net