افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو چارواکو د سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د دوه اړخیزو اړیکو پر اوسني وضعیت او د هغې د پراختیا پر امکاناتو خبرې وکړې.
دواړو خواوو د سترو او اوږدمهالو نړيوالو اقتصادي پروژو تطبيق ته ځانګړې پاملرنه وکړه.
د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو چارواکو د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند (ټاپي) د ګازو د نل لیکې او له ترکمنستان سره د برېښنا د لوړ فشار د لېږد لین د پروژې په اړه د دوه اړخیزو سندونو د بشپړېدو او چمتو کولو په اړه د نظر تبادله وکړه.
مرادف او شریف د ټرانسپورټ او لوژستیک په برخه کې د ګډو فعالیتونو اهمیت ته په اشارې سره وویل، د چین-پاکستان-افغانستان-ترکمنستان ترانسپورت پراختیا به منځنۍ اسیا او کسپین سیمو ته د پام وړ لاسرسی زیات کړي.
دواړو خواوو په سیاسي، دیپلوماتیکو، سوداګریزو، اقتصادي، کلتوري، بشري او نورو برخو کې د بین الحکومتي همکاریو د پیاوړتیا لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.