کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ترکمن او پاکستاني چارواکي د ټاپي او ټاپ پروژو پر بشپړېدو ټینګار کوي

25 میزان 1403 ساعت 12:12

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف سره د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند (TAPI) د ګازو د پایپ لاین پروژې او د ترکمنستان-افغانستان لارې په اوږدو کې د لوړ ولټاژ د بریښنا د لیږد د لین په اړه د دوه اړخیزو سندونو د بشپړولو او چمتو کولو په اړه خبرې وکړې. 


آوا - کابل: د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو چارواکو د سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د دوه اړخیزو اړیکو پر اوسني وضعیت او د هغې د پراختیا پر امکاناتو خبرې وکړې.
 
دواړو خواوو د سترو او اوږدمهالو نړيوالو اقتصادي پروژو تطبيق ته ځانګړې پاملرنه وکړه.
 
د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو چارواکو د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند (ټاپي) د ګازو د نل لیکې او له ترکمنستان سره د برېښنا د لوړ فشار د لېږد لین د پروژې په اړه د دوه اړخیزو سندونو د بشپړېدو او چمتو کولو په اړه د نظر تبادله وکړه. 
 
مرادف او شریف د ټرانسپورټ او لوژستیک په برخه کې د ګډو فعالیتونو اهمیت ته په اشارې سره وویل، د چین-پاکستان-افغانستان-ترکمنستان ترانسپورت پراختیا به منځنۍ اسیا او کسپین سیمو ته د پام وړ لاسرسی زیات کړي.
 
دواړو خواوو په سیاسي، دیپلوماتیکو، سوداګریزو، اقتصادي، کلتوري، بشري او نورو برخو کې د بین الحکومتي همکاریو د پیاوړتیا لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.


د مطلب کود: 298690

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298690/ترکمن-او-پاکستاني-چارواکي-د-ټاپي-ټاپ-پروژو-پر-بشپړېدو-ټینګار-کوي

آوا
  https://www.avapress.net