دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۲۴
د مطلب کود : 298529
د انرژۍ او اوبو وزارت: د شاهی لغمان کانال د جوړولو کار په چټکۍ سره روان دی
د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، په لغمان ولایت کې د شاهي کانال د جوړولو کار په شدت سره روان دی او د دې کار په بشپړېدو سره به ۵ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د انرژی او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (یکشنبه د میزان ۲۲مه) په لغمان ولایت کې د یوې پروژې د کار د پرمختګ په اړه خبرپاڼه خپره کړه.
دغه وزارت زیاتوي، چې د لغمان ولایت د شاهي کانال دغه پروژه د انرژۍ او اوبو وزارت له سترو پروژو څخه ده، چې اوسمهال پرې کار په چټکۍ روان دی.
په دې خبرپاڼه کې راغلي چې د شاهي کانال د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې موقعیت لري چې د دغه کانال لومړی فاز به ۳۰ کیلومتره اوږدوالی په څلورو برخو کې ولري او همدارنګه زیاتوي چې دغه کانال به ۵ زره‌هکتاره ځمکې خړوبوي. 
https://avapress.net/vdcauanuo49nom1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته