کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د انرژۍ او اوبو وزارت: د شاهی لغمان کانال د جوړولو کار په چټکۍ سره روان دی

23 میزان 1403 ساعت 8:24

د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، په لغمان ولایت کې د شاهي کانال د جوړولو کار په شدت سره روان دی او د دې کار په بشپړېدو سره به ۵ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د انرژی او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (یکشنبه د میزان ۲۲مه) په لغمان ولایت کې د یوې پروژې د کار د پرمختګ په اړه خبرپاڼه خپره کړه.
دغه وزارت زیاتوي، چې د لغمان ولایت د شاهي کانال دغه پروژه د انرژۍ او اوبو وزارت له سترو پروژو څخه ده، چې اوسمهال پرې کار په چټکۍ روان دی.
په دې خبرپاڼه کې راغلي چې د شاهي کانال د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې موقعیت لري چې د دغه کانال لومړی فاز به ۳۰ کیلومتره اوږدوالی په څلورو برخو کې ولري او همدارنګه زیاتوي چې دغه کانال به ۵ زره‌هکتاره ځمکې خړوبوي. 


د مطلب کود: 298529

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298529/د-انرژۍ-او-اوبو-وزارت-شاهی-لغمان-کانال-جوړولو-کار-په-چټکۍ-سره-روان-دی

آوا
  https://www.avapress.net