افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان د جمعې په ورځ افغانستان ته راستانه شول.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، دغه کسان له شپږو میاشتو راهیسې د عراق د بېلابېلو ولایتونو په زندانونو کې له دې امله بندیان وو، چې عراق ته د تګ قانوني اسناد نه لري.
وزارت وايي، دوی له خوشې کېدو وروسته د ایران له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، دوی د نیمروز ولایت په سرحدي سیمه کې له نوم لیکنې وروسته د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.