کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عراق له زندانونو څخه ۲۵ افغانان خوشې شول

21 میزان 1403 ساعت 15:12

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د عراق له زندانونو څخه ۲۵ افغان اتباع خوشي شوي دي.


آوا: د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان د جمعې په ورځ افغانستان ته راستانه شول.
 
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، دغه کسان له شپږو میاشتو راهیسې د عراق د بېلابېلو ولایتونو په زندانونو کې له دې امله بندیان وو، چې عراق ته د تګ قانوني اسناد نه لري.
 
وزارت وايي، دوی له خوشې کېدو وروسته د ایران له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.
 
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، دوی د نیمروز ولایت په سرحدي سیمه کې له نوم لیکنې وروسته د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.


د مطلب کود: 298438

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298438/د-عراق-له-زندانونو-څخه-۲۵-افغانان-خوشې-شول

آوا
  https://www.avapress.net