افغان غږ خبری آژانس: د الجزیرې د راپور له مخې، د عراق د اسلامي مقاومت ډلې په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې نن (شنبه د میزان ۲۱) په اشغال شوي ګولان کې یو مهم هدف د دوهم ځل لپاره د بې پیلوټه الوتکې لخوا برید شوی دی.
دعراق داسلامی مقاومت جنګیالیو نن سهار د څو بې پیلوټه الوتکو په وسیله په نیول شوی ګولان کښې په مهم هدف حملې وکړې.
دغې عراقی ډلې تاکید وکړ: دغه عملیات د صهیونیسټی نیواک په وړاندې د مقاومت او د فلسطین له خلکو سره د مرستې او د ملکیانو د صهیونیسټانو د قتل عام په ځواب کښې زمونږ د چلند په دوام کښې ترسره شول.
د عراق مقاومت په تیرو اونیو او میاشتو کښې هم د نیواک شوی فلسطین په جنوب کښې په ایلات کښې حساس او مهم هدفونه په نښه کړل .
دغې ډلې له دې مخکې په تیرو عملیاتو کښې نیواکګرو سیمو ته خبرداری ورکړی وو که چیرې صهیونیسټ رژیم په غزې تړانګې خپلو حملو ته دوام ورکړی نو د دغه رژیم دپوځونو پرضد به خپلو عملیاتو ته شدت ورکړی .