کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عراق د مقاومت ډرون الوتکو په اشغال شوي ګولان باندې بریدونه وکړل

21 میزان 1403 ساعت 14:34

دعراق داسلامی مقاومت غورځنګ نن (شنبه د میزان ۲۱) په یوه بیانیه کښې اعلان وکړ چې په نیواک شوی ګولان کښې په یوه مهم هدف د دوهم ځل لپاره د بې پیلوټه الوتکې لخوا برید شوی دی .


آوا: د الجزیرې د راپور له مخې، د عراق د اسلامي مقاومت ډلې په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې نن (شنبه د میزان ۲۱) په اشغال شوي ګولان کې یو مهم هدف د دوهم ځل لپاره د بې پیلوټه الوتکې لخوا برید شوی دی.
 
دعراق داسلامی مقاومت جنګیالیو نن سهار د څو بې پیلوټه الوتکو په وسیله په نیول شوی ګولان کښې په مهم هدف حملې وکړې.
 
دغې عراقی ډلې تاکید وکړ: دغه عملیات د صهیونیسټی نیواک په وړاندې د مقاومت او د فلسطین له خلکو سره د مرستې او د ملکیانو د صهیونیسټانو د قتل عام په ځواب کښې زمونږ د چلند په دوام کښې ترسره شول.
 
د عراق مقاومت په تیرو اونیو او میاشتو کښې هم د نیواک شوی فلسطین په جنوب کښې په ایلات کښې حساس او مهم هدفونه په نښه کړل .
 
دغې ډلې له دې مخکې په تیرو عملیاتو کښې نیواکګرو سیمو ته خبرداری ورکړی وو که چیرې صهیونیسټ رژیم په غزې تړانګې خپلو حملو ته دوام ورکړی نو د دغه رژیم دپوځونو پرضد به خپلو عملیاتو ته شدت ورکړی .


د مطلب کود: 298432

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298432/د-عراق-مقاومت-ډرون-الوتکو-په-اشغال-شوي-ګولان-باندې-بریدونه-وکړل

آوا
  https://www.avapress.net