دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۲۲
د مطلب کود : 298427
د افغانستان ملي موزیم ته د لیدونکو زیاتوالی
د افغانستان د ملي موزیم مسوولین وايي، چې د ورځې تر ۱۵۰ زیات سیلانیان د دې موزیم د لیدونکو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل د ملی موزیم مسوولین خبر ورکوی، چې موزیم ته د ورځی لږ تر لږه ۱۵۰ تنه سیلانیان ورځی.
 
د ملي موزیم د مسوولینو په وینا، د اسلامي امارت په بیا جوړیدو سره د لیدونکو شمیر زیات شوی او موزیم هره ورځ د کورنیو، څیړونکو او کورنیو او بهرنیو سیلانیانو کوربه وي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې موقت حکومت په تېرو درېیو کلونو کې نه یوازې دا چې د لسګونو لرغونو اثارو د قاچاق مخه نیولې، بلکې په هېواد کې د ګرځندوی صنعت د ودې او د شرایطو د رامنځته کولو لپاره یې د پام وړ هڅې کړې دي.
https://avapress.net/vdchi6niq23nwkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته