افغان غږ خبری آژانس: د رئیس الوزرا سیاسی مرستیال مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال ډاکټر ملا عبدالواسع د یوناما د دفتر له سیاسی څانګی رئیس سکاټ سمیټ سره وکتل.
سکاټ سمیټ وويل چې د افغانستان د پرمختګونو په اړه يې نړيوالو ته خپل پيغام رسولى او هڅه کوي چې په نړيوالو فورمونو کې د افغانستان پرمختګونه منعکس کړي.
له بلې خوا ډاکټر ملا عبدالواسع وویل چې اسلامي امارت د هیوادوالو د هوساینې او خدماتو په وړاندې کولو، د عمومي امنیت په تامین، د نشه یي توکو په مخنیوي، اقتصادي ودې، د انکشافي پروژو په تطبیق او نورو برخو کې ښه پرمختګونه کړي دي.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت تل چمتو دی چې په مهمو مسایلو د خبرو او تفاهم له لارې د نظر تبادله وکړي.