کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت په مهمو مسایلو خبرو او تفاهم ته چمتو دی

19 میزان 1403 ساعت 12:30

د رئیس الوزرا سیاسی مرستيال د یوناما سياسي برخې مشر سره په کتنه کې وويل چې اسلامي امارت تل چمتو دى چې مهم مسايل د خبرو او تفاهم له لارې حل کړي.


آوا: د رئیس الوزرا سیاسی مرستیال مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال ډاکټر ملا عبدالواسع د یوناما د دفتر له سیاسی څانګی رئیس سکاټ سمیټ سره وکتل. 
 
سکاټ سمیټ وويل چې د افغانستان د پرمختګونو په اړه يې نړيوالو ته خپل پيغام رسولى او هڅه کوي چې په نړيوالو فورمونو کې د افغانستان پرمختګونه منعکس کړي.
 
 له بلې خوا ډاکټر ملا عبدالواسع وویل چې اسلامي امارت د هیوادوالو د هوساینې او خدماتو په وړاندې کولو، د عمومي امنیت په تامین، د نشه یي توکو په مخنیوي، اقتصادي ودې، د انکشافي پروژو په تطبیق او نورو برخو کې ښه پرمختګونه کړي دي.
 
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت تل چمتو دی چې په مهمو مسایلو د خبرو او تفاهم له لارې د نظر تبادله وکړي.


د مطلب کود: 298332

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298332/اسلامي-امارت-په-مهمو-مسایلو-خبرو-او-تفاهم-ته-چمتو-دی

آوا
  https://www.avapress.net