افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خلیس د دغه ادارې د پروګرامونو له مسوول مارتین دي بویر سره وکتل.
بوير په دې ليدنه کې وويل، چې هڅه کوي نړيوال سازمانونه وهڅوي، چې له اقليمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د سره صليب د نړيوالې کمېټې د پروګرامونو مشر د چاپېريال ساتنې له ملي ادارې سره د همکارۍ ژمنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې افغانستان په تېرو څو کلونو کې د اقليمي بدلون له امله مالي او انساني زيانونه زغملي، خو ملګرو ملتونو تېر کال د اقليمي بدلون په کنفرانس کې د افغانستان له لوري کوم استازي ته بلنه نه وه ورکړې.