کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سره صلیب کمیټې د اقلیم د بدلون سره د مبارزې په برخه کې د هیواد د چاپیریال ریاست ترمنځ د همکارۍ ژمنه

17 میزان 1403 ساعت 12:09

د هېواد د چاپېريال ساتنې ملي اداره وايي، چې د سره صليب د نړيوالې کمېټې د پروګرامونو مشر د دې ادارې له مشر سره په کتنه کې د ګډې همکارۍ ژمنه کړې ده.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خلیس د دغه ادارې د پروګرامونو له مسوول مارتین دي بویر سره وکتل. 
 
بوير په دې ليدنه کې وويل، چې هڅه کوي نړيوال سازمانونه وهڅوي، چې له اقليمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
 
د سره صليب د نړيوالې کمېټې د پروګرامونو مشر د چاپېريال ساتنې له ملي ادارې سره د همکارۍ ژمنه وکړه.
 
د يادونې وړ ده، چې افغانستان په تېرو څو کلونو کې د اقليمي بدلون له امله مالي او انساني زيانونه زغملي، خو ملګرو ملتونو تېر کال د اقليمي بدلون په کنفرانس کې د افغانستان له لوري کوم استازي ته بلنه نه وه ورکړې.


د مطلب کود: 298198

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298198/د-سره-صلیب-کمیټې-اقلیم-بدلون-مبارزې-په-برخه-کې-هیواد-چاپیریال-ریاست-ترمنځ-همکارۍ-ژمنه

آوا
  https://www.avapress.net