افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني د کابل - کندهار لویې لارې د بیارغونې له بهیر څخه لیدنه وکړه.
د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حقیار وايي، د ټولګټو وزارت سرپرست د قراردادي شرکتونو استازو ته د چارو د چټکتیا او د خلکو د ستونزو د حل په موخه جدي لارښوونې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کابل-کندهار د لويې لارې يو شمېر موټر چلوونکي او مسافر د دې لويې لارې د جوړولو له سستوالي شکايت کوي او وايي، چې په تېرو مياشتو کې د کابل-کندهار د لويې لارې په جوړولو کې د پام وړ پرمختګ نه دى شوى.