کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فواید عامې رئیس د کابل - کندهار لویې لارې د بیارغونې له بهیر څخه لیدنه وکړه

16 میزان 1403 ساعت 11:01

د فواید عامې وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست د کابل-کندهار د لویې لارې د بیارغونې له چارو او شپږ لویو جوماتونو چې په دې لویه لاره جوړېږي، لیدنه وکړه.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني د کابل - کندهار لویې لارې د بیارغونې له بهیر څخه لیدنه وکړه. 

د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حقیار وايي، د ټولګټو وزارت سرپرست د قراردادي شرکتونو استازو ته د چارو د چټکتیا او د خلکو د ستونزو د حل په موخه جدي لارښوونې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کابل-کندهار د لويې لارې يو شمېر موټر چلوونکي او مسافر د دې لويې لارې د جوړولو له سستوالي شکايت کوي او وايي، چې په تېرو مياشتو کې د کابل-کندهار د لويې لارې په جوړولو کې د پام وړ پرمختګ نه دى شوى.


د مطلب کود: 298117

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298117/د-فواید-عامې-رئیس-کابل-کندهار-لویې-لارې-بیارغونې-له-بهیر-څخه-لیدنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.net