افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مطبوعاتي دفتر وايي، په دې غونډه کې د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او د دې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند ګډون کړی و.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا ښاغلي مهمند د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګریزو همکاریو ټینګار وکړ او په کابل کې یې د چین هېواد سفیر ته بلنه ورکړه چې د امام ابو حنیفه رحمه الله په ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي.
بايد يادونه وشي چې چين له اسلامي امارت سره په اقتصادي، سياسي او کلتوري برخو کې نږدې او هراړخيزې اړيکې لري.