دخپریدو نیټه :جمعه ۶ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۰۷
د مطلب کود : 297453
د کډوالو چارو وزارت او مرستندویه ادارو ترمنځ د نږدې ۹ میلیونه ډالرو په ارزښت څلور تړونونه لاسلیک شول
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان وکړ، چې له یو شمېر موسسو سره یې د شاوخوا نهه میلیونه ډالرو په ارزښت څلور تړونونه لاسلیک کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت او د روغتیا د بیا رغاونې بنسټونو، افغاني ټولنې او د ناروې د پلاوي ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
 
د کډوالو چارو وزارت وايي، چې دغه قراردادونه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ګڼو هېوادوالو سره نغدي او غیرې نغدي مرستې کوي.
 
د کډوالو چارو وزارت له دې وړاندې هم له یو شمېر کورنیو او نړیوالو بنسټونو سره د راستنېدونکو او بې ځایه شویو سره د مرستې په موخه د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړي دي.
https://avapress.net/vdcfted0mw6d1ja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته