کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کډوالو چارو وزارت او مرستندویه ادارو ترمنځ د نږدې ۹ میلیونه ډالرو په ارزښت څلور تړونونه لاسلیک شول

6 میزان 1403 ساعت 12:07

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان وکړ، چې له یو شمېر موسسو سره یې د شاوخوا نهه میلیونه ډالرو په ارزښت څلور تړونونه لاسلیک کړي دي.


آوا: د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت او د روغتیا د بیا رغاونې بنسټونو، افغاني ټولنې او د ناروې د پلاوي ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
 
د کډوالو چارو وزارت وايي، چې دغه قراردادونه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ګڼو هېوادوالو سره نغدي او غیرې نغدي مرستې کوي.
 
د کډوالو چارو وزارت له دې وړاندې هم له یو شمېر کورنیو او نړیوالو بنسټونو سره د راستنېدونکو او بې ځایه شویو سره د مرستې په موخه د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړي دي.


د مطلب کود: 297453

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297453/د-کډوالو-چارو-وزارت-او-مرستندویه-ادارو-ترمنځ-نږدې-۹-میلیونه-ډالرو-په-ارزښت-څلور-تړونونه-لاسلیک-شول

آوا
  https://www.avapress.net