دخپریدو نیټه :جمعه ۶ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود : 297449
په پکتیکا ولایت کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د دریو بندونو د جوړولو چارې پیل شوې
د پکتیکا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د دولت له بودجې څخه د څه باندې پنځه میلیونه افغانیو په لګښت درې بندونه جوړېږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پکتیکا ولایت د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د دغو بندونو هر یو د زرګونه متر مکعب باران او سیلابونو د اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لری.
 
دوی زیاتوي، چې د دغو سربندونو په فعالېدو سره به له یوې خوا د خلکو پر کروندو او کورونو د سېلابونو د راوتلو له خطره مخنیوی وشي او له بلې خوا به د سېلابونو او بارانونو اوبه په کرنه کې وکارول شي.
 
له دې وړاندې هم اسلامي امارت د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې بندونه جوړ کړي وو.
https://avapress.net/vdcay0nuo49noy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته