کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتیکا ولایت کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د دریو بندونو د جوړولو چارې پیل شوې

6 میزان 1403 ساعت 11:55

د پکتیکا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د دولت له بودجې څخه د څه باندې پنځه میلیونه افغانیو په لګښت درې بندونه جوړېږي.


آوا - کابل: د پکتیکا ولایت د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د دغو بندونو هر یو د زرګونه متر مکعب باران او سیلابونو د اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لری.
 
دوی زیاتوي، چې د دغو سربندونو په فعالېدو سره به له یوې خوا د خلکو پر کروندو او کورونو د سېلابونو د راوتلو له خطره مخنیوی وشي او له بلې خوا به د سېلابونو او بارانونو اوبه په کرنه کې وکارول شي.
 
له دې وړاندې هم اسلامي امارت د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې بندونه جوړ کړي وو.


د مطلب کود: 297449

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297449/په-پکتیکا-ولایت-کې-د-څه-باندې-۵-میلیونه-افغانیو-ارزښت-دریو-بندونو-جوړولو-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.net