دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۳۳
د مطلب کود : 297190
په هرات ولایت کې یو ځوان محصل موټر جوړ کړي
په هرات ولایت کې د انجینرۍ پوهنځي یوه محصل خپل کور جوړ شوی موټر د دغه ولایت د چارواکو او ښاریانو په حضور کې پرانېست.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: په هرات ولایت کې د انجینرۍ د دوهم کال محصل روح الله عزیزی په خپلو محدودو امکاناتو سره یو موټر جوړ کړ او نن یې پرانستل.

هغه وايي، له زده کوونکي څخه يې د روباټونو او ماشينونو له جوړولو سره مينه درلوده او تر دې وړاندې يې هم کوچني روباټونه او موټورونه جوړ کړي دي.

نوموړي دغه راز څرګنده کړه، چې له څلورو مياشتو هڅو وروسته يې د ۵۳۰ زره افغانيو په لګښت دغه موټر جوړ کړ.

د ښاغلي عزيزي په وينا، دغه موټر په ساعت کې ١٢٠ کيلومتره سرعت لري او د اړتيا وړ پرزې يې د هرات له بازار څخه اخيستې دي.

هغه له دولتي چارواکو هم غوښتي چې د ده او نورو با استعداده ځوانانو ملاتړ وکړي.

په همدې حال کې دهرات ولايت داطلاعاتو او کلتور رياست دځوانانو رييس مولوي عبدالمتين عادل ددغه ځوان دغه کړنه وستايله او دهرات دځوانانو په ملاتړ يې ټينګار وکړ .

د ځوانانو چارو کمېشنر زياته کړه، چې د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست په ځانګړې توګه د ځوانانو چارو رياست هڅه کوي، چې ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي.

باید وویل شي، چې دوه نور موټر هم په هرات کې د ځوانانو له خوا جوړ شوي دي.
https://avapress.net/vdcdn50xzyt0nf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته