په هرات ولایت کې د انجینرۍ پوهنځي یوه محصل خپل کور جوړ شوی موټر د دغه ولایت د چارواکو او ښاریانو په حضور کې پرانېست.
په هرات ولایت کې یو ځوان محصل موټر جوړ کړي
1 میزان 1403 ساعت 15:33
په هرات ولایت کې د انجینرۍ پوهنځي یوه محصل خپل کور جوړ شوی موټر د دغه ولایت د چارواکو او ښاریانو په حضور کې پرانېست.
آوا - هرات: په هرات ولایت کې د انجینرۍ د دوهم کال محصل روح الله عزیزی په خپلو محدودو امکاناتو سره یو موټر جوړ کړ او نن یې پرانستل.
هغه وايي، له زده کوونکي څخه يې د روباټونو او ماشينونو له جوړولو سره مينه درلوده او تر دې وړاندې يې هم کوچني روباټونه او موټورونه جوړ کړي دي.
نوموړي دغه راز څرګنده کړه، چې له څلورو مياشتو هڅو وروسته يې د ۵۳۰ زره افغانيو په لګښت دغه موټر جوړ کړ.
د ښاغلي عزيزي په وينا، دغه موټر په ساعت کې ١٢٠ کيلومتره سرعت لري او د اړتيا وړ پرزې يې د هرات له بازار څخه اخيستې دي.
هغه له دولتي چارواکو هم غوښتي چې د ده او نورو با استعداده ځوانانو ملاتړ وکړي.
په همدې حال کې دهرات ولايت داطلاعاتو او کلتور رياست دځوانانو رييس مولوي عبدالمتين عادل ددغه ځوان دغه کړنه وستايله او دهرات دځوانانو په ملاتړ يې ټينګار وکړ .
د ځوانانو چارو کمېشنر زياته کړه، چې د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست په ځانګړې توګه د ځوانانو چارو رياست هڅه کوي، چې ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي.
باید وویل شي، چې دوه نور موټر هم په هرات کې د ځوانانو له خوا جوړ شوي دي.
د مطلب کود: 297190