دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۲۸
د مطلب کود : 297142
په ننګرهار ولایت کې د ۲۴۸ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د اوبو رسولو د شپږو شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په ننګرهار ولایت کې د ۲۴۸ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د اوبو رسولو د شپږو شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر د USAID په مالي مرسته د ۲۴۸ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې د اوبو رسولو د شپږو شبکو د بشپړولو او ګټې اخیستنې اعلان وکړ. د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست خبر ورکړ.
 
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو شبکو کې د (۱۰ او ۳۵) متر مکعب په ظرفیت د اوبو د شپږو زیرمو جوړول، د (۶۶) سولر تختو نصبول او د (۷۸۰۰) مترو په اوږدوالي پایپونو نصبول شامل دي.
 
ويل کيږي چې د دغې شبکې د کار په بهيرکې سلګونو تنو ته د کار زمينه برابره شوې ده او د دغې شبکې په بشپړيدو سره به د دغې ولسوالۍ ١٧زره او٧٠٠ تنه اوسيدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى ولري.
 
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې شاوخوا ۲۱ میلیونه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
https://avapress.net/vdcay0nuu49no61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته