کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار ولایت کې د ۲۴۸ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د اوبو رسولو د شپږو شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

31 سنبله 1403 ساعت 12:28

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په ننګرهار ولایت کې د ۲۴۸ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د اوبو رسولو د شپږو شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې.


آوا - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر د USAID په مالي مرسته د ۲۴۸ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې د اوبو رسولو د شپږو شبکو د بشپړولو او ګټې اخیستنې اعلان وکړ. د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست خبر ورکړ.
 
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو شبکو کې د (۱۰ او ۳۵) متر مکعب په ظرفیت د اوبو د شپږو زیرمو جوړول، د (۶۶) سولر تختو نصبول او د (۷۸۰۰) مترو په اوږدوالي پایپونو نصبول شامل دي.
 
ويل کيږي چې د دغې شبکې د کار په بهيرکې سلګونو تنو ته د کار زمينه برابره شوې ده او د دغې شبکې په بشپړيدو سره به د دغې ولسوالۍ ١٧زره او٧٠٠ تنه اوسيدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى ولري.
 
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې شاوخوا ۲۱ میلیونه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.


د مطلب کود: 297142

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297142/په-ننګرهار-ولایت-کې-د-۲۴۸-زره-امریکایي-ډالرو-ارزښت-اوبو-رسولو-شپږو-شبکو-جوړولو-چارې-بشپړې-او-ګټې-اخیستنې-ته-وسپارل-شوې

آوا
  https://www.avapress.net