دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۴
د مطلب کود : 296871
په جوزجان ولایت کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۰۰ بستریز بېړنۍ څانګې د جوړېدو چارې پیل شوې
په جوزجان ولایت کې د دولت له بودجې څخه د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۰۰ بستریز ولایتي روغتون د عاجلې څانګې د جوړېدو چارې نن په دغه ولایت کې د رئیس الوزرا اداري مرستیال په حضور کې پیل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي جوزجان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د ۲۰۰ بستریز روغتون د بیړنۍ څانګې د پرانیستې په مراسمو کې وینا وکړه. د دغه روغتون د عاجلې څانګې په جوړېدو سره به د دغه ولایت او نورو ولایتونو د اوسېدونکو روغتیايي اړتیاوې پوره شي او د جوړېدو لګښت به یې د اسلامي امارت له بودجې څخه ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه: "د جوزجان د ولایتي روغتون د ۲۰۰ بستریز بېړنۍ څانګې لپاره د تجهیزاتو د پېرلو او برابرولو لګښت د حکومت د کابینې له خوا منظور شوی، څو د خلکو د اړتیا وړ روغتیايي خدمات وړاندې کړي."

له بلې خوا د جوزجان والي قاري ګل حیدر شفق ویلي چې د اسلامي امارت مسؤلین د هېواد په ځانګړې توګه د دغه ولایت د اوسېدونکو د ستونزو د حل او غوښتنو ته د رسیدو په برخه کې هوډمن دي.

په همدې حال کې د جوزجان ولایت د عامې روغتیا رئیس قاري ذبیح الله حسیني وايي: د دغه ولایت د ۲۰۰ بستریز ولایتي روغتون بېړنۍ څانګه به د ۱۲۰۰ متره مربع مساحت په لرلو سره جوړه شي او ټول عصري طبي وسایل به ولري.

حسيني وويل، چې د دې رياست پر جوړولو څه باندې ٢٥ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې د ایکسرې، الټراساؤنډ، داخلي بيړني حالت، جراحۍ او نورې څانګې په کې شاملې دي او د خلکو روغتيايي اړتياوې پوره کوي.

همدارنګه د جوزجان ولایت یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په ۲۰۰ بستریز روغتون کې د دغې برخې د جوړېدو هرکلی کوي او وايي: په دغه روغتون کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د قناعت وړ دي، خو کافي نه دي او ښايي د دغې برخې په جوړېدو سره خلک معیاري روغتیایی خدماتو ته لاسرسی ولري.

د يادونې وړ ده چې د جوزجان ولايت دوه سوه بستريز روغتون د دغه ولايت او د دې ولايت د لسو ولسواليو اوسېدونکو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي او د سرپل او فارياب ولايتونو اوسېدونکو ته هم خدمات وړاندې کوي.
https://avapress.net/vdciyqarzt1a3v2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته