دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۹
د مطلب کود : 296804
په کابل ولایت کې د اوبو رسولو د شبکې بشپړول او فعالول
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د څه باندې ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د تپه خان او فقیر آباد په سیمو کې د اوبو رسولو د یوې شبکې او د اوبو د تصفیې د بشپړولو او کار پیل اعلان کړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر د کابل د سروبي ولسوالۍ د تپه خان او فقیر آباد په سیمو کې د اوبو رسولو د شبکې او د اوبو د تصفیې د کارخونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه پروژه د یونیسف ادارې په مالي مرسته او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په مالي مرسته بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکو د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، دا لومړی ځل دی چې په کابل ولایت کې د ککړو سمندري اوبو د تصفیې پروژه پرانیستل کېږي.

دغه راز د دغه وزارت د اعلاميې له مخې، د دې پروژې له بشپړېدو وروسته به د يادې سيمې خلک د څښاک د اوبو د راوړلو لپاره لرې لاړ نه شي، ځکه د يادو سيمو په ټولو کورونو کې د اوبو نلونه نصب شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په دې شبکه کې د (۸۰، ۱۳۰ او ۸۰) متر مکعبو په اندازه د اوبو د دریو زیرمو جوړول، د (۱۱۸) سولر تختو نصبول، (۵۲۶) د اوبو نلونه او د ۱۲۹۲۶ مترو په اوږدوالي پایپونو نصبول شامل دي.

د دې شبکې د کار په ترڅ کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او په بشپړیدو سره یې د یادې شبکې ۱۲۹۰ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا شوی دی.
https://avapress.net/vdce7p8wejh8ovi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته