دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۲۶
د مطلب کود : 296591
د یونسکو سازمان د غور ولایت د جام منار د ساتنې په اړه خپل مسوولیت نه دی ادا کړی
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جام منار د احتمالي زیانونو او خطرونو د څېړنې په موخه غور ولایت ته د دې وزارت د کلتور او هنر د مرستیال د سفر او څېړنې په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل، چې د یونسکو سازمان د دغه کان د ساتنې په برخه کې خپل مسوولیت نه دی ترسره کړی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت مطبوعاتي دفتر د دغه وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي او ورسره مل تخنیکي ټیم د جام منار د زیانونو د څیړلو خبر ورکړی دی. 

نوموړي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مشرۍ او د رئیس الوزرا په حکم د يو شمېر وزارتونو په ګډون د ګډ تخنيکي ټيم د ټاکلو اعلان وکړ او ويې ويل، دغه ټيم د هېواد د ستونزو د لا پياوړتيا لپاره د حل لارې د طرحې په موخه جوړ شوى دى. 

د يادونې وړ ده، چې مولوي عزيزي په تېرو کلونو کې د جام لرغونې منار د اساسي ساتنې په برخه کې د نړيوالو فرهنګي سازمانونو په ځانګړې توګه د يونسکو سازمان د مسووليت نشتوالي ته هم اشاره کړې ده.
https://avapress.net/vdchw-niz23nwmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته