آوا - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت مطبوعاتي دفتر د دغه وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي او ورسره مل تخنیکي ټیم د جام منار د زیانونو د څیړلو خبر ورکړی دی.
نوموړي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مشرۍ او د رئیس الوزرا په حکم د يو شمېر وزارتونو په ګډون د ګډ تخنيکي ټيم د ټاکلو اعلان وکړ او ويې ويل، دغه ټيم د هېواد د ستونزو د لا پياوړتيا لپاره د حل لارې د طرحې په موخه جوړ شوى دى.
د يادونې وړ ده، چې مولوي عزيزي په تېرو کلونو کې د جام لرغونې منار د اساسي ساتنې په برخه کې د نړيوالو فرهنګي سازمانونو په ځانګړې توګه د يونسکو سازمان د مسووليت نشتوالي ته هم اشاره کړې ده.