دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۰۷:۲۱
د مطلب کود : 295698
د غزې په تړانګه کې د شهیدانو شمیر ۴۰۲۲۳ تنو ته ورسید
د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په تیرو لسو میاشتو کې په دې تړانګه کې د شهیدانو شمیر ۴۰۲۲۳ تنو ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ نیټې څخه د غزې په تړانګه کې ۴۰۲۲۳ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
 
د دغو شهیدانو په شمول په غزه کښې د الاقصی د طوفانی عملیاتو له پیله تر اوسه د شهیدانو شمیر ۴۰ زره ۲۲۳ تنو او د زخمیانو شمیر ۹۲ زره ۹۸۱ تنو ته رسیدلی دی.
 
په همدې حال کې ویل کېږي چې د شهیدانو تر ۷۰ سلنه ډېر ښځې او ماشومان دي.
https://avapress.com/vdceon8wvjh8opi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته