افغان غږ خبری آژانس: د بلخ د امنیې قوماندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیر عطا محمد بلال د دغه ریاست د لاسته راوړنو په اړه رسنیو ته وویل، چې په دغه ولایت کې د یوه کال په موده کې ۲۸ تنه نیول شوي دي د دغو قضیو په تړاو نیول شوي دي.
هغه زياته کړه: "د تذکرې کسان د ناقانونه وسلو د لېږد او لرلو په تور عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي."
په همدې حال کې د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند حافظ محمد عيسى وثيق وايي چې په دغه ولايت کې د منظمو او معياري پروګرامونو له مخې امنيتي تدابير نيول شوي او په ډاډ سره ويلاى شم چې د ښاريانو امنيت تامين شوى دى.
هغه وويل چې امنيتي ځواکونه د خلکو د امنيت او نظم د تامين لپاره شپه او ورځ کار کوي او هيڅ ډول امنيتي انديښنه نه لري.
په همدې حال کې يو شمېر ښاريانو له امنيت څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: د خلکو د امنيت په تامين کې د امنيتي ځواکونو هلې ځلې د ستاينې وړ دي او د خلکو ترمنځ امنيتي اندېښنې له منځه تللي دي.
د يادونې وړ ده، چې د بلخ ولايت پوليسو د تېر کال له پيله تر اوسه د بېلابېلو جرمونو په تور ۷۰۰ کسان نيولي دي.