افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د محرم په مراسمو د بندیزونو د لګولو په اړه څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي: شیعه ګان په خپلو سیمو کې بشپړه آزادي لري او کولای شي د عاشورا مراسم ولمانځي، خو د امنیت د تأمین په خاطر یې محدودیتونه لګولي دي.
مجاهد دغه راز هغه راپورونه هم رد کړل چې د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس عاشورا بدعت بللې يې او زياته يې کړه: د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس نه دي ويلي چې محرم بدعت دى، بلکي هغه وويل چي په دې مراسمو کي بايد له بدعتونو څخه ډډه وشي، هغه کارونه چي په شرعت کي نشته ځینې ډډه وشي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو ورځو کې يو شمېر رسنيو د هرات د اطلاعاتو او رکلتور د رييس وينا غلت تعبير کړې او ادعا يې وکړه، چې هغه د عاشورا مراسم بدعت بولي.